چین: د اوکراین د وضعیت په اړه باید خبرې اترې بیا پيل شي
CMG2022/11/17 15:14:55
شريکول:

امنیت شورا د نومبر په ۱۶مه نېټه د اوکراین وضعیت په اړه بیا یوه لنډمهالي غونډه ترسره کړې ده.

 په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون يادې غونډې ته وینا کړې او ويلي يې دي، چې نړیواله ټولنه باید په نړۍ کې له اوسنیو ننګونو سره سره د ګډو نظریو د لټولو لپاره کوښښونه وکړي او د اوکراین وضعیت د ارامولو، د اړوندو خبرو اترو د ژر بیا پیل د هڅولو او د کړکېچ منفي اغېزې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره باید رغنده او مسئولانه رول ولوبوي. 

نوموړي ویلي، چین د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه ملاتړ کوي، چې د روسیې د غلو دانو او کیمیاوي سرې د صادراتي ستونزو د لیرې کولو په پار دوامدار همغږی رول ولوبوي او اړوندې خواوې دې د بندیزونو په اثار د منفي اغېزو د لیرې کولو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.

جانګ جون پر بېلا بېلو هېوادونو غږ کړی، چې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظر ټينګ کړي او د بېلتون او پاشلو، مقابلې او ګوښه کولو پر ځای دې سولې، پرمختګ، همکاريو او ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

 (هیله)