شي جين پینګ د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د صنايعو او سوداګرۍ د مشرانو پهسرمشريزه کې وينا وکړه
CMG2022/11/17 21:27:02
شريکول:

 د چين د دولت رييس شي جين پينګ د نومبر په ۱۷ مه نېټه د تايلنډ په پلازمينه بانکاک کې د اسيا او ارامسمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د صنايعو او سوداګرۍ د مشرانو په سرمشريزه کې ګډون او ويناوکړه او د اسيا د سولې او پرمختګ لپاره يې وړانديزونه وکړل.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، د جيوپوليتيک کړکېچ او د اقتصادي جوړښت بدلونونو د اسيا او ارامسمندر سيمې په پرمختګ او همکاريز چوکاټ منفي اغېزې کړې، کرونا وبا نړيوال اقتصاد له فشارونو اوخطرونو سره مخ کړی، په نړۍ کې د غلو دانو، انرژۍ او پورونو بحرانونه رامنځته شوي او د ځينوهېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له لویو ستونزو سره مخ شوی دی. دغه راز د سړې جګړې،باداري غوښتنه، يواړخیزم او پروټېکشنيزم پورته شوي او هغه کړنې چې نړيوال نظام خرابوي، اقتصادياتصال پرې کوي او د پرمختګ او همکارۍ مخه نيسي، ډېر داسې ليدل کېږي چې د اسيا او ارام سمندرسوله او پرمختګ يې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

شي جين پينګ په دې اړه وړاندیزونه کړي چې اسيا او د ارام سمندر سيمه دې سوله يیز پرمختګ،پرانيستې او ټولشموله لار غوره کړي او ستونزې دې په ګډو هڅو لرې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې چينايان سوله او ثبات غواړي او د سوله ييز پرمختګ لار يې د خپلو اصلي ګټولپاره غوره کړې ده.  چين به نړيواله سوله او پرمختګ ټينګ وساتي او د دې ترڅنګ به خپل پرمختګومومي او د خپل پرمختګ له لارې به د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره زيات خدمتونه وکړي.