په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۲۹۵۳۷۸۲ ته رسېدلی
CMG2022/11/17 09:30:30
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۶مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴۵ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۱۶ زره او ۷۳۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳۲ ميليونه، ۹۵۳ زره او ۷۸۲ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۸۴ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۹۳ زره او ۷۱۵ ته رسېدلی دی.

(مينه)