په مصر کې د چین، جنوبي افریقا، برازیل او هند د اقلیمي بدلون غونډه ترسره شوه
CMG2022/11/17 15:07:45
شريکول:

د چین، جنوبي افریقا، برازیل او هند د اقلیمی بدلون په اړه د وزیرانو په کچه ۳۱مه غونډه د نومبر په ۱۵مه نېټه د مصر په شرم الشیخ کې ترسره شوه.

 د جنوبي افریقا د چاپېریال، ځنګلونو او کب نیونې چارو وزیرې برباره کریسي د يادې غونډې مشري کوله.

د غونډې ګډونوالو د بېلا بېلو هېوادونو په کوردننه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې حالات معرفي کړي او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مې غونډې (COP27) د بریالیتوبونو د هڅولو په پار يې د نظریو تبادلې کړې دي.

په دغې غونډې کې د برازیل د چاپېریال ساتنې وزیر جواکیوم لیتي، د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیمي بدلون وزیر بوپندیر یاداو او د چین د ایکولوژیکي چاپېریال مرستیال وزیر جاو ینګ مین ګډون کړی و. 

یادو وزیرانو  د کوپ ۲۷ (COP27) له رئیسه هېواد مصر څخه ملاتړ څرګند کړی، چې د ياد تړون د لاسليک کوونکو یوه بریالۍ ناسته  جوړه کړي او د ۷۷ هېوادونو + چین د ډلې له رئیسه هېواد پاکستان څخه يې هم ملاتړ کړی، چې د پرمختیايي هېوادونو په یووالي کې اغېزناک رول ولوبوي.

ګډونوالو وزیرانو د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د شرم الشیخ په لویې غونډې کې د يادو څلورو هېوادونو د وزیرانو ګډه اعلامیه څيړلې او تصویب کړې يې ده.

 (هیله)