د چين ميډيا ګروپ د عربي متحده امارات د ميډيا په لومړي نړيوال کنفرانس کې زياتې لاسته راوړنې ښودلې
CMG2022/11/17 10:44:54
شريکول:

د عربي متحده امارات د ميډيا لومړی نړيوال کنفرانس د نومبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې ابوظبۍ کې پرانيستل شوی دی. د دغه نړيوال کنفرانس منځپانګه د ميډيا صنعت په راتلونکي ورټوله ده او د نړۍ د ګڼو هېوادونو چارواکو، رسنيزو استازو، سوداګرو او کارپوهانو پکې ګډون کړی دی.

د چين ميډيا ګروپ د دغه نړيوال کنفرانس د مطبوعاتي همکار په توګه پکې ګډون لري.

د چين ميډيا ګروپ د عربي متحده امارات د الدفره ټلويزيون سره د  فلمونو او ټلويزيوني پروګرمونو د خپرولو په برخه کې د همکارۍ تړون لاسليک کړی، چې له مخې به یې، الدفره ټلويزيون په عربي ژبې د چين ميډيا ګروپ ۱۳ فلمونو او ټلويزيوني پروګرامونو ته پوښښ ورکوي.

 (مينه)