د نومبر په ۱۶مه نېټه د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې "په نوي مزل کې چين او نړۍ" تر سرليک لاندې دچين او افريقا د رسنيو سيمينار ترسره شو.
دغه سيمينار د چين مېډيا ګروپ لخوا رابلل شوی او د افريقايي ملګرو په نوم د دې رسنۍ د ميډياييهمکاريو فورم له مهمو برخو څخه دی.
په دې سيمينار کې د کينيا، رواندا، تانزانيا، مدغاسکار، جنوبي سودان، زيمبيا او سيراليون په ګډون د ۲۰هېوادونو د رسنيو ۶۰ مسئولينو او کارپوهانو ګډون کړی او د افريقا لپاره د چين د نوي مزل په اهميت، دچين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې پر لرلید او د دواړو خواوو د رسنيو ترمنځ په همکاريو يېبحثونه کړي دي.
ډېری ګډونوال په دې اند دي، چې د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرس وروسته د دغه هېواد نویپرمختګ افريقا ته نوي فرصتونه برابر کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته يېنوی خوځنده ځواک ورکړی دی.