د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د نومبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د دغه هېواد د ولسمشر جوکو ويدودو له مېرمنې ايريانا سره کتلي دي.
نوموړې له ايريانا سره يو ځای د اندونيزيا دوديزه کلتوري او هنري ننداره کتلې او د دغه هېواد د لاسي اثارو له نندارتون څخه يې ليدنه کړې ده.
(مينه)