د ايران د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۱۶مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يونان څه موده مخکې د ايران يوه تېل وړونکې بېړۍ نيولې وه او اوس یې خوشې کړې او د ايران په لوري خوځېدلې ده.
اعلاميه وايي، چې ایران هم په همدې نېټې د یونان دوه نيول شوې بېړۍ ازادې کړې دي.
اعلاميه وايي، کله چې ايران او يونان د بېړيو د خوشې کولو په اړه پر مشورو بوخت وو، امريکې د يونان پر حکومت فشارونه راوړل، چې له ايران سره کوم جوړجاړي ته ونه رسيږي.
اعلاميه زياتوي، د يونان محکمې د امريکې له فشارونو سره سره د ايران په حق کې پرېکړه کړې، چې له مخې يې د يونان حکومت باید ايران ته نيول شوې بېړۍ او تېل بېرته وسپاري.
د يونان حکومت په تېر اپرېل کې د ايران يوه بېړۍ نېولې وه او کابو سل زره ټنه تېل پکې بار وو.
ياده بېړۍ د ايران وه او د همدې هېواد بیرغ پرې رپيده، خو هغه مهال د روسيې يوه شرکت ترې کار اخيسته.
د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په تېر مې مياشت کې له سمندري اصولو د سرغړونې په نوم د يونان دوه بېړۍ نيولې وې او اوس یې بېرته ازادې کړې دي.
(مينه)