کیوبا او امریکا د کډوالو پر مسئلې خبرې کړي
CMG2022/11/17 15:00:49
شريکول:

د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارلوس فیرنندز دیکوسیو د نومبر په ۱۵مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د کیوبا او امریکا حکومتي پلاویو په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمینې هاوانا کې د کډوالو مسئلې په اړه د سږني کال د دوهمې دورې خبرې اترې کړې دي.

نوموړي د امریکا سفارت د هغه اعلان هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۴مې نېټې څخه امریکا ته د کیوبا د کډوالو لپاره د ویزې خدمتونه بیا پيلوي، خو په عین وخت کې يې دا هم ويلي، چې امریکې په وروستیو کلونو کې پر کیوبا فشارونه زيات کړي او د دغه هېواد پر اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ او حمل و نقل يې سخت بندیزونه لګولي دي او د ده په ټکو همدا بندیزونه امریکا ته د کیوبا د کډوالو د ناقانونه تګ سبب ګرځېدلي دي.

 (هیله)