د نومبر په۱۶مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو او ۲۰ دقيقو د چين د ګو شن شينګ په نوم لومړی نمبر بار وړونکی راکټ د دغه هېواد د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو ډګر څخه فضا ته توغولی دی.
د مالوماتو له مخې، ۵ سپوږمکۍ د دغه راکټ په وسیله فضا ته ليږدول شوي او ټاکلي مدار ته ننوتلې دي.
يادې سپوږمکۍ به په فضا کې په عمده توګه د لرې کنټرول خدمتونه برابر کړي.
ګو شن شينګ لومړی نمبر بار وړونکی راکټ د چين د ملکي تصدۍ لخوا څېړل او جوړ شوی دی.