د چين ستورمزلي په درېيم ځل د فضايي لابراتوار له دروازې وتلي
CMG2022/11/17 16:56:27
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو د انجنيرۍ دفتر ‎خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د کاري ګروپ ستورمزلي چن دونګ او څای شو جه د نومبر په ۱۷مې نېټې د چيني فضايي سټېشن د لابراتوار له دروازې څخه بهر وتلي اوپه فضا کې يې يو لړ علمي کارونه تر سره کړي دي.

د ياد کاري ګروپ درېیمې ستورمزلې ليو يانګ د سټېشن په مرکزي برخې کې د دوی لپاره کاري ملاتړ برابر کړی و.

دا د چين د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د کاري ګروپ

 درېيم ځل دی، چې د فضايي لابراتوار څخه وځي او فضا کې علمي چارې ترسره کوي.