شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندرسيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۲۹مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړ
CMG2022/11/18 15:50:48
شريکول:

د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو ۲۹ مه غيررسمي غونډه د نومبرد ۱۸مې نيټې په سهار د تايلنډ د پلازمېنې بانکاک د ملي کنفرانس په مرکز کې تر سره شوه.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغې غونډې کې د ګډون پرمهال د ((د يووالي او همکارۍ له لارې د خپل مسؤليت پر غاړه اخيستل او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې ابادول)) تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا کړې ده.

 هغه په خپلو خبرو کې په اشارۍ ويلي، چې اسيا او ارام سمندر چارچاپېر سيمه زمونږ د اوسېدو ځای او د نړيوال اقتصادي پرمختګ انجين هم دی.

د دې سیمې اقتصادونو په تېرو څو لسيزو کې  اقتصادي همکارۍ کړي، چټک پرمختګ يې موندلی او د ليدو وړ لاسته راوړنې يې ترلاسه کړي او د تعجب وړ چارې يې هم ترسره کړې دي.

شي جين پينګ ويلي، چې نړۍ اوس د تاريخ په څلور لارې کې ولاړه ده او د اسيا او ارام سمندر سيمې مقام او رول نور هم مهم شوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې د ارام سمندر سيمې اقتصادونه دې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او په خپلمنځي اقتصادي همکاريو کې د نويو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته څو وړانديزونه کړي دي:

۱ـ د اسيا او ارام سمندرسيمې د اقتصادي همکاريو سازمان غړي دې نړيوال عدالت وساتي او سوله ييزه او ثابته اسيا او ارام سمندري سيمه دې اباده کړي.

۲ـ د دغه سازمان غړي دې په ټولشموله او پرانيستې رويې يوه ګډه شتمنه سيمه اباده کړي.

۳ـ د اسيا او ارام سمندرسيمې د اقتصادي همکاريو سازمان غړي دې پر ټيټ کاربون لرونکي او زرغونو پرمختيايي افکارو په ټينګار يوه ښکلې او پاکه سيمه جوړه کړي.

۴ـ د دغه سازمان غړي دې د ګډ برخليک ټولنې پر ابادۍ ټينګار ولري او  داسې سيمه دې اباده کړي، چې ټول پکې يو له بل سره مرستې وکړای شي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته هم اشاره کړې، چې تېره مياشت په برياليتوب تر سره شو. نوموړي ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اوسمهال او راتلونکي مهال لپاره د چين د پرمختګ لاره هواره کړې او ګډونوالو يې اړونده نقشه کښلې ده.

نوموړي ويلي، چې چين له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او مساواتو او د ګډو ګټو پر بنسټ په سوله کې ګډ ژوند غواړي، څو ټول ګډ پرمختګ ومومي. چين به په پراخو برخو کې په لوړې کچې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې غوره کولو ته ادامه ورکړي، پر چيني ډوله عصري کېدو به ټینګار ولري، په لا لوړې سويې به پرانيستی اقتصادي نظام جوړ کړي او له نړۍ په تېره بيا د اسيا او ارام سمندري سيمې له اړوندو هېوادونو او سيمو سره به خپل پرمختيایي فرصتونه شريک کړي.