شی جین پینګ د بروني له پاچا حاجی حسانال سره وکتل
CMG2022/11/18 20:02:21
شريکول:

د چین دولت رئيس شی جین پينګ د نومبر د اتلسمې نېټې له غرمۍ وروسته د بروني له پاچا حاجی حسانال سره وکتل.

په دې کتنه کېشي جین پينګ وویل،چې چین او بروني د سمندر په دواړو غاړو کې ګاونډي هېوادونه دي او خپلمنځۍ اړیکې یې باید د یوه لوی او کوچني هېواد تر منځ د هوساینې او د ګډو ګټو نمونه وي.

شی جین پينګ پر دې ټینګار وکړ،چې دواړه خواوې باید همغږه او دوامداره تګ راتګ ولري او د حکومتونو تر منځ د ګډې لارښوونې کمېټې میکانیزم دې په ښه توګه وکاروي،په بېلا بېلو ساحو کې دې واقعي همکارۍ پياوړې کړي،د پرمختګ ستراتیژۍ دې پلې شياو د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پروژې دې جوړې کړي.چین د اسیان د نوبتي رئيس هېواد په دنده کې د چین او اسیان د اړیکو په پرمختګ کې د بروني د رول ستاینه کوي او غواړي، چې له بروني سره د اسیان او اسیا او ارام سمندر سیمې په شمول چوکاټونو کې همغږۍ زیاتې کړي.

حسانال وویل،چې د شي جین پینګ تر لارښوونې لاندې، چین په بریالي ډول خپل لومړی سلیز هدف رښتینی کړ. زه باور لرم،چې چین هرومرو سمسورتیا او پرمختګ ته ادامه ورکوي او خپل ټاکلی هدف به پرمخبوزي. برونی د یو چین پيژندلو پر اصولو ټینګار کوي او ددې هرکلی کوي، چې چین په فعاله توګه د بروني د اقتصاد په څو اړخیز بهیر  کې ګډون کوي. ده زیاته کړه، چې هېواد یې په پام کې لري د اقتصاد، تجارت، ښوونې، فرهنګ، سپورټ، اودفاعي چارو په شمول ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي. برونی غواړي د اسیان او چین تر منځ د هراړخیزو ستراتیژیکو او دوستانه اړیکو لپاره رغنده رول ولوبوي.