شي جين پينګ: هېواد يې پر چيني شکله عصري لارې ټينګار لري
CMG2022/11/18 16:00:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۸ مې نېټې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۲۹مې غير رسمي غونډې کې ويلي، چې چين غواړي، د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ سوله ييز پرمختګ وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين پراخې او پرانيستې تګلارې پلې کوي او د چين شکله عصري کېدو پر لارې ټينګار لري.

نوموړي ويلي، چې چين د لوړې کچې پرانيستی اقتصادي سيسټم جوړ کړی او له نړۍ په تېره بيا د اسيا او ارام سمندر سيمې سره به د چين د پرمختګ په بهير کې فرصتونه شريک کړي.

(مينه)