شي جين پينګ: د اسيا او ارام سمندر سيمه دې داسې جوړه شي، چې ټول پکې ګډ برخليک ولري
CMG2022/11/18 17:06:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۸مې نېټې په سهار د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د غړو د مشرانو په ۲۹مه غير رسمي غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې د سازمان غړي دې د اسيا او ارام سمندر سيمه داسې اباده کړي، چې ټول وګړي يې ګډ برخليک ولري او يو له بل سره دې مرستې وکړي.

نوموړي ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان دې د ستراتيژيو او لرليد ته په کتو خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، په سيمه ايزو همکاريو کې دې د دغه سازمان عمومي تګلارې او مقام وساتي او د اسيا او ارام سمندر د همکاريو سم لوری دې وساتي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان دې په خپلو هدفونو او اصولو ټينګار ولري او په سيمې کې دې يو پر بل د باور، ټينګښت، شموليت، همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ اړيکې جوړې کړي.