د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش د نومبر په ۱۷مې نېټې له بېلا بېلو هېوادونو غوښتي، چې د اقليم په هکله واقعي عمليات غوره او يو پر بل انتقادونه بند کړي.
د کوپ ۲۷مه يا د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکونکو ۲۷مه غونډه به نن ( نومبر ۱۸مه) د مصر په شرم الشيخ ښار کې پای ته ورسيږي.
ګوتريش د نومبر په ۱۷مې نېټې په شرم الشيخ کې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې اوس يو پر بل د انتقاد وخت نه دی، ځکه انتقادونه به يوازې زمونږ د چاپېريال د ويجاړېدو سبب وګرځي.
نوموړي له ټولو هيوادونو څخه غوښتنه کړې، چې په ۳ کليدي برخو یعنې د زيانونو د کمولو، د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازې د توپيرونو د کمښت او د اړوندو پيسو د راغوندولو په پار اغيزمن تدبيرونه ونيسي.
هغه د غونډې پر ګډونوالو هم غږ کړی، چې د کوپ ۲۷ پای ته له رسېدو مخکې ګډو نظريو ته ورسيږي.
(غاټول)