په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته پرمختګ هڅولو تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړې
CMG2022/11/18 15:06:02
شريکول:

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د نومبر په ۱۵مه نېټه له افغانستانه په خپرېدونکې ورځپاڼه (Heart of Asia)کې د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پرمختګ هڅول او د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه.

وانګ یو په دغه لیکنه کې لیکلي، د چین د دولت رییس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې د منځنۍ اسیا او جنوب ختيځې اسیا له هېوادونو څخه د لیدنې پرمهال د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې وړاندیز مطرح کړ. په دې سره چین په دوامداره او فعاله توګه پرانیستې او د ورخلاصون تګلارې پلې کړې، اوس د یو کمربند او یوې لارې ګډه جوړونه د نړیوالې ټولنې لخوا ستایل شوې او عامه نړیوال تولیدات او د نړیوالې همکارۍ ډګر ګرځېدلی دی. چین د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سیمو عمده سوداګریز همکار ګرځېدلی، د توکو معاملې عمومي ارزښت يې په نړۍ کې لومړی مقام نیسي.

په دې لیکنه کې راغلي، لومړی، د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پرمختګ هڅول د نړیوال اقتصاد، ټولنې او چاپېریال د همغږي پرمختګ له غوښتنو سره سمون لري. اوس په نړۍ کې بې ساري بدلون روان دی، د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پرمختګ هڅونه پر یووالي او همکارۍ ټينګار کوي، ترې سولې او ابادۍ ته د بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا د پرمختیايي هېوادونو تمه ښکاري.

دوهم، د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پرمختګ هڅول د چین اقتصاد د باکیفیته ابادۍ له غوښتنو سره سمون لري. اوس چین د پرمختګ نوي پړاو ته ننوتلی، د پرمختګ نوې نظریې او نوي جوړښت يې د یو کمربند او یوې لارې د همکارانو لپاره نور زیات بازاري فرصتونه برابر کړي دي.

وانګ یو په دغه لیکنه کې ليکلي، رییس شي جين پينګ د تېر اکتوبر په میاشت کې د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، چین به د نړیوالې همکارۍ پانګونې زیاتې کړي او د پرمختللو او پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د توپيرونو د کمولو لپاره به کوښښونه وکړي.

 چین غواړي د پرمختیايي هېوادونو پرمختګ د چټکولو لپاره مرستندویې چارې ترسره کړي. چین د افغانستان د ښه ګاونډي، ښه ورور او همکار په توګه تل له افغانستان سره عنعنوي دوستۍ ته ډېره پاملرنه کړې او تر وسې پورې يې له افغانانو سره مرستې کړې دي. چین په تېر ۲۰۲۱م کال کې افغانانو ته د ۳ سوو میلیونو یوانو په ارزښت بېړنۍ مرستې برابرې کړې او د ۱ میلیارډو یوانو په ارزښت یې نورې مرستې عملي کړې. چين په عین وخت کې له افغانستانه د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ پراخې کړې، د هوايي دهلیز له لارې يې له افغانستان څخه زر ټنه جلغوزه وارد کړې او په دې سره د افغانانو عایدات زیات شوي دي. چین به د راتلونکي دسمبر له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان ۹۸ سلنې توکو پر وړاندې د صفر ګمرکي تعرفې تګلاره غوره کړي.

سربېره پر دې، چین په ملګرو ملتونو کې څو ځلې غوښتنې کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اوسنیو ستونزو د لرې کولو لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي.

په دغه لیکنه کې راغلي، چې چین او افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې ګډه اعلامیه خپره کړه. چین په دغه وړاندیز کې د افغانستان د ګډون هرکلی کوي. د افغانستان سوله او سمسورتیا د سیمې د ابادۍ لپاره ستر اهمیت لري. اوس افغانان پخپله برخلیک کنټرولی شي. چین غواړي له افغانستان سره نور نږدې همکاریزې اړیکې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي.

وانګ یو په دغه لیکنه کې تمه ښودلې چې د افغانانو او د چین په شمول د سیمې د هېوادونو په ګډو کوښښونو سره افغانستان بیا سمسور کړي، د اسیا زړه او څلورلارې په توګه به خپل ځانګړي جغرافیايي رول ولوبوي او د سیمې د دایمي ثبات او پرمختګ لپاره به فعال خدمتونه وکړي.