شي جين پينګ د جاپان له لومړي وزیر سره وکتل
CMG2022/11/18 10:38:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د تايلنډ په پلازمېنې بنکاک کې د جاپان له لومړي وزیر فوميو کيشيدا سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له جاپان سره په ستراتيژيکو برخو کې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لوری پيدا او په نوي زمانې کې اړتياوو ته په کتو خپلمنځي اړيکې ورسره جوړې کړي. 

نوموړي تاريخ او تايوان مسئله د چين او جاپان تر منځ د سياسي اړيکو او متقابل باور بنسټ پورې تړلي بللي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه سم او په درنښت ورته وګوري او ستونزې حل کړي.

نوموړي زياته کړې، چين د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په هېڅ پلمه په خپلو کورنيو چارو کې د بل هيواد لاسوهنه هم نه مني. چين او جاپان د ټولنيزو نظامونو او ملي واقعيتونو په برخو کې توپيرونه لري او دواړه خواوې دې يو بل ته درناوی وکړي او متقابل باور دې زيات کړي.

فوميو کيشيدا په خپلو خبرو کې د دې هر کلی کړی، چې چين د خپل پرمختګ له لارې نړۍ ته مثبت خدمتونه برابر کړي.

نوموړي ويلي، د جاپان او چين تر منځ همکارۍ ستر امکانات لري او دواړه هېوادونه د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او سمسورتيا مهم مسووليتونه پرغاړه لري.

فوميو کشيدا زياته کړې، چې هغه به د جاپان او چين د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت او د سولې او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

نوموړي په ټينګار ويلي، جاپان د تايوان مسئلې په اړه خپله هغه ژمنه نه ده بدله کړې، چې د جاپان او چين په ګډې اعلاميې کې ياده شوې ده.

نوموړي ويلي، چې هغه به له چين سره ډيالوګ او مشورې پياوړې او خپلمنځي اړيکې به یې په سم لوري رهي کړي.

 (مينه)