شي جين پينګ د فليپين له ولسمشر سره وکتل
CMG2022/11/18 14:57:29
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د تايلنډ په پلازمېنې بانکاک کې د فليپين له ولسمشر فيرډينانډ روموالډيز مارکس سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين تل له ستراتيژيکې لحاظه له فليپين سره اړيکو سره اړيکو ته ګوري، غواړي له فليپين سره هميشنی تګ راتګ وساتي او د دغه هېواد اندېښنو او پاملرنو ته ځواب ووايي.

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې دې فرهنګي تګ راتګ نژدې او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ بنسټ دې ټينګ کړي، د جنوبي سمندر مسئلې په هکله دې پر سوله یيزو سلامشورو ټينګار ولري او په مناسب ډول خپلمنځي توپيرونه دې حل کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين او فليپين د اسيا پرمختيايي هېوادونه دي، پر خپلواکې ستراتيژۍ، سولې، ورخلاصون او شموليت دې ټينګار ولري، د سيمه  ييزو همکاريو لوری دې روښانه کړي، د يو اړخيزم او بادارۍ کړنو پر وړاندې دې ګډه مقابله وکړي او په ګډه دې د عدالت، سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي.

د فليپين ولسمشر فيرډينانډ روموالډيز مارکس په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې له چين سره يو ځای د بنسټيزو تاسيساتو، انرژيو، کرنيزو چارو او فرهنګ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي او لا قوي او ثابتې دوه اړخيزې اړيکې ورسره جوړې کړي.

نوموړي ويلي، چې د جنوبي سمندر مسئله بايد د فليپين او چين پر اړيکو منفي اغيزې ونه کړي او دواړه خواوې دې په دې هکله د نظريو تبادله زياته کړي. فليپين د يو چين د پيژندنې پر اصل ټينګار لري، د سولې اصول او د ډيپلوماتيکو چارو خپلواکه ساتنه کوي او هيڅکله به په يوې خوا کې ونه درېږي.

مارکس زياته کړې، چې فليپين به له چين سره فعالې سلامشورې وکړي او په سمندري سيمې کې به د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج چارې وهڅوي.