چين: پر ایران فشار اچول د اټومي مسئلې د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري
CMG2022/11/18 14:56:38
شريکول:

بريتانيې، فرانسې، جرمني او امريکا د اطريش په پلازمينې ويانا کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ په شورا کې پر ايران د څار د ضمانت مسئلې د پرېکړه ليک د تصويب هڅه کړې، خو چين ورته د رد رايه ورکړې ده.

په دغه ايجنسۍ کې د چين استازي وانګ چانګ په ياده شورا کې د بېجينګ دريځ ښکاره کړی او ويلي دي، چې هېواد یې د اړوندو هېوادونو له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي، چې د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي دې ته هڅوي، چې پر ايران فشارونه راوړي.

نوموړي په دې برخه کې د پاتې مسئلې اصلي لامل د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د دارالانشا او ايران تر منځ دوه اړخيزې مسئلې بللې او ويلي يې دي، چې دا  بايد دواړه خواوې په خپلو مشورو حل کړي.

وانګ چانګ په اشارې ويلي، حقيقتونو څو څو ځلې دا جوته کړې، چې پر ايران فشارونه اچول د اټومي مسئلې د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري او يوازې د معکوسې نتيجې سبب کيږي.