د امريکا څو لویو خبري رسنيو د نومبر په ۱۶مې نېټې د امريکا د منځمهاله ټاکنو د پايلو اټکل کړی، چې د دغه هېواد جمهوري غوښتونکي ګوند ښايي په منځمهاله يا پارلماني ټاکنو کې د استازو جرګې زياتره څوکۍ تر لاسه کړې وي.
د امريکا ډيموکرات ګوند بیا پر سنا مجلس کنټرول لري او ملي کانګرېس د دواړو ګوندونو لخوا ویشل شوی دی.
د ياد اټکل له مخې، جمهوري غوښتونکي ګوند د استازو جرګې له نيمايي زياتې( ۲۱۸) څوکۍ تر لاسه کړي او د دغې جرګې واک يې په لاس کې اخیستی دی او په ورته وخت کې بیا ډيموکراتيک ګوند د دې جرګې ۲۰۸ څوکۍ خپلې کړې دي.
(غاټول)