پنګ لي یوان د ټایلنډ د فوراناخون سی ایوتهایا له دولتی هنري موزیم څخه لیدنه وکړه
CMG2022/11/18 20:00:00
شريکول:

د تایلنډ د صدراعظم میرمن ناراپونګ په بلنه د چین د دولت رئيس شی جین پینګ میرمنې پنګ لي یوان د نومبر د اتلسمې نېټې په سهار د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادی همکارۍ سازمان د غړو د مشرانو په ۲۹مه غیر رسمي غونډه کې د ځینو غړیو هېوادونو د مشرانو او استازو له مېرمنو سره د فوراناخون سی ایوتهایا له دولتي هنري موزیم څخه لیدنه وکړه.

میرمن پنګ لي یوان په دغه موزیم کې د هنري اثارو او د تایلنډ د لاسي هنري توکو له نندارتون نه لیدنه وکړه.هغې کله کله د ویاندې معلومات واورېدل او د ټایلنډ د لاسي هنري توکو جوړوونکو ستاینه یې وکړې.

پنګ لي یوان د یاد سازمان د نورو اقتصادونو له مېرمنو سره عکس واخیست او له یو بل سره يې د نظریو تبادله وکړه.