د ايران مطبوعاتي تلويزيون (Press TV)د نومبر په ۱۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د هېواد امنيتي ځواکونو يې په خوزستان ولايت کې د ډزو پېښې په تور درې کسان نيولي دي.
د ايران مطبوعاتي تلويزيون د خوزستان ولايت د عدليې چارواکي علي دهقاني په قول ياد تورن کسان د پېښې عمده عاملين بللي او ويلي يې دي، چې د دې هېواد امنيتي ځواکونه د دې پېښې په اړه نورې پلټنې هم کوي او ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.
نامالومو وسله والو، چې پر دوو موټرسايکلونو سپاره وو، د نومبر د ۱۷مې نېټې په مازديګر د خوزستان ولايت په يوه بازار کې پر خلکو او امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، چې له امله يې د يوه ماشوم، يوې ښځې او درېيو ځوانانو په شمول لږ تر لږه اووه تنه ووژل او لس تنه نور ټپيان شول.