د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۸مې نېټې په سهار د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د غړو د مشرانو په ۲۹مه غير رسمي غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، د سازمان غړي دې پر زرغون پرمختګ ټينګار ولري او پاک او ښکلی چاپېريال دې جوړ کړي.
نوموړي ويلي، چې د سازمان غړي دې اقتصادي او تخنيکي همکارۍ پياوړې کړي، د ډيجيټل کېدو زرغون پرمختګ دې چټک او د انرژيو او سرچېنو، د توليدي چارو جوړښت او مصرفي جوړښت دې وهڅوي او د اقتصاد او ټولنې زرغون پرختګ دې چټک کړي.
نوموړي ويلي، چې د سازمان ټولو غړو په روان کال کې په ګډه د بيلوژيو دواملرونکي زرغون اقتصاد په اړه د بانکاک هدف ټاکلی دی او په ګډه يې د ايکلوژيکي چاپېريال د ساتنې او اقتصادي پرمختګ هڅونه کړې ده.
شي جين پينګ ويلي، چې چين به د بانکاک له هدف څخه ملاتړ وکړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو هرکلی کوي، چې د نړيوال پرمختګ وړانديز کې فعاله برخه واخلي.