د تور سمندر له لارې نورو هېوادونو ته د کرنيزو توليداتو د ليږد تړون د ۱۲۰ ورځو لپاره وغځول شو
CMG2022/11/18 14:36:50
شريکول:

د ترکیې ولسشمر رجب طيب اردوګان د نومبر په ۱۷مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ترکيې، ملګرو ملتونو، روسيې او اوکراين موافقه کړې، چې د روانې مياشتې له ۱۹مې نيټې څخه د تور سمندر د بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته د کرنيزو توليداتو د ليږد تړون د ۱۲۰ ورځو لپاره وغځوي.

نوموړي دغه تړون د نړۍ د غلو دانو د برابرۍ او خونديتوب د تضمين لپاره ډېر مهم بللی دی.

د اوکراين د بنسټيزو تأسيساتو وزير کوبلاکوف په همدې ورځ د ياد خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې اوکراين له خپلو همکارانو څخه رسمي غوښتنه او وړانديز يې ورته کړی، چې یاد تړون لږ تر لږه د يو کال لپاره وغځوي او نيکولايف بندر هم په دغه تړون کې شامل کړي.

د ياد تړون له مخې، په تېرو څلورو مياشتو کې شاوخوا پنځه سوو بېړيو نورو هېوادونو ته څه باندې ۱۱ ميليونه ټنه کرنيز توليدات ليږدولي دي.

د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر د نومبر په ۱۶مه نېټه د دفاع وزارت په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې داسې شواهد او شونتيا نه ليدل کيږي، چې اوکراين په لنډ وخت کې له روسيې سره په جګړې کې بريالی شي او نوموړي دا هم ويلي، چې د اوکراين کړکېچ د سياسي خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.


(غاټول)