شي جين پينګ: د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان غړي دې نړيوال عدالت وساتي او د اسيا او ارام سمندر سيمه دې اباده کړي
CMG2022/11/18 17:07:20
شريکول:

چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۸مې نېټې په سهار د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د غړو د مشرانو په ۲۹مه غير رسمي غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان غړي دې نړيوال عدالت وساتي او د اسيا او ارام سمندر سیمې د سولې او ثبات لپاره دې کار وکړي.

نوموړي په خپلې وينا کې د ياد سازمان له بېلا بېلو غړو غوښتي، چې د اسيا او ارام سمندر د ګډ برخليک ټولنه جوړه او د دغې سيمې د همکاريو نوې سمسورتيا دې رامنځته کړي.

هغه په اشارې ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې په تېرو څو لسیزو کې چټک اقتصادي پرمختګ کړی او علت يې دا ښودلی، چې هغه مهال د سولې او ثبات چاپېريال موجود و.

نوموړي ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان غړي دې پر ګډ، هراړخيز، همکاريز او دواملرونکي امنيتي نظر ټينګار ولري، د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته دې درناوی وکړي، يو د بل په کورنيو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لارې او ټولنيز نظام دې احترام وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو معقولو امنيتي پاملرنو ته دې په درنه سترګه وګوري او د خبرو اترو او سلامشورو له لارې دې د هېوادونو تر منځ توپيرونه حل کړي.