شی جین پينګ د نیوزیلنډ له صدراعظمې جاسینډا ارډیرن سره وکتل
CMG2022/11/18 20:20:52
شريکول:

د چین دولت رئيس شی جین پينګ د نومبر د اتلسمې له غرمې وروسته په بنکاک کې د نیوزیلنډ له صدراعظمې جاسینډا ارډیرن سره وکتل.

شی جین پينګ دې ته په اشارې سره ،چې صدراعظمې جاسینډا ارډیرن څو څو ځلې ویلي، چې نیوزیلنډ پر خپلواکې ډیپلوماتیکې تګلارې ټینګار کوي او د چین او نیوزیلنډ اړیکې د نیوزیلنډ لپاره ډېرې مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي، نو دواړه خواوې باید د ګډو ګټو لرلو په ساحه کې همکارۍ پياوړې کړي. ده زیاته کړه، چې زه د نیوزیلنډ د دغه دریځ لوړه ستاینه کوم.

شي جین پينګ ټینګار وکړ،چې د چین او نیوزیلند ټولنیز نظامونه، پرمختیایي پړاوونه، تاریخ او فرهنګ مختلف دی او دا عادي ده، چې په ځینو مسئلو کې د نظریو توپيرونه شته،خو دغه توپيرونه باید پر دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه ونکړي.موږ د هراړخیزو ستراتیژیکو دوستانو په حیث باید خپلمنځي تفاهم او متقابل باور پياوړی کړو او متقابلو مرکزي ګټو ته په درنه سترګه وګورو، تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې دوام وکړي او سم لوري ته روانې وي.

همدا راز شي جین پینګ وویل، چې سوله د چین ټینګه غوښتنه ده او چین پخوا،اوس او په راتلونکې کې به هم هیڅکله د تسلط غوښتنه ونه لري. چین د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره د سولې،پرمختګ او همکاریو پر بنسټ اړیکې لټوي.چین غواړي له نیوزیلنډ سره نژدې همکارۍ وکړي، په ګډه د ارام سمندر د ټاپوګانو د سولې، ثبات او پرمختګ او سمسورتیا هڅونه وکړي.

ارډیرن وویل،چې د نیوزیلنډ او چین دوستانه تګ راتګ اوږد تاریخ لري. سره له دې چې د کرونا وبا منفي اغېزې شته، خو د دواړو خواوو په اړیکو کې قوی پرمختګ شوی دی.دواړه خواوې باید د چین او نیوزیلنډ تر منځ د سیاسي اړیکو د جوړولو د ۵۰کلیزې په وخت کې تجربې راغونډې کړي، د مشرتابه تګ راتګ دې زیات کړي، د اقتصاد او تجارت،ښوونې،د اقلیمي بدلون د مسئلې حلولو په شمول ساحو کې دې همکارۍ پياوړې کړي. دې زیاته کړه، چې چین د نړۍ د راتلونکې د پرمختګ او سمسورتیا د هڅونې مهم قوت دی ، نیوزیلنډ د یو چین پيژندنې پر اصولو ټینګار کوي او غواړي، چې له چین سره تفاهم پياوړی کړي،له چین سره د جنوبي ارام سمندر چارو په اړه د نظریو تبادله وکړي او دغه راز د اسیا او ارام سمندر سیمې د سمسورتیا او ثبات لپاره خدمت وکړي.