شي جين پينګ: بايد د پرانيستې او ټولشموله رويې په ټينګار یوه ګډه شتمنه اسيا او د ارام سمندر سيمه اباده کړو
CMG2022/11/18 15:54:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۱۸مه نېټه د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۲۹مې غير رسمي غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان بايد پر پرانيستې او ټولشموله رويې ټينګار ولري او يوه ګډه شتمنه اسيا او د ارام سمندر سيمه دې اباده کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د دې سازمان غړي دې پر پرانيستې سيمې ټينګار ولري، د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي دې پياوړې کړي، سيمه ييز صنعتي او برابرونکي ځنځيرونه دې ونښلوي او د اسانې سوداګرۍ او پانګونې  د برابرولو او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره دې هڅې وکړي، ترڅو په سيمې کې په لوړې سويې د ازادۍ سوداګريزې سيمه اباده شي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ د درېیم لوړ پوړي فورم جوړونه تر غور لاندې ونيسي او د دې سيمې او نړۍ  پرمختګ او سمسورتيا به په خوځښت راوړي.