شي جين پينګ د سينګاپور له صدراعظم سره وکتل
CMG2022/11/18 10:01:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۷مې نېټې په ماسپښين کې د تايلنډ په بنکاک کې د سينګاپور له  لومړي وزير لي هسين لونګ سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې د چين او سينګاپور تر منځ همکارۍ د سيمې په ګټه بللي او ويلي يې دي، چې چين به له سينګاپور سره په ګډه د سيمه ييز يووالي او همکاريو د ساتلو په پار هڅې وکړي، له پارټ بازۍ سره مخالفت او د اقتصادي او سيمه ييز يووالي د سم لوري د ساتلو لپاره به کوښښونه وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د چين د نړيوال پرمختګ وړانديز به په سيمې کې پلې شي.

لي هسين لونګ په خپلو خبرو کې د نړۍ اوسني حالات پېچلي بللي او ويلي يې دي، چې سينګاپور به له چين سره اړيکې ژورې کړي او د خپلمنځي دوه اړخيزو همکاريو ميکانيزم ته به وده او پرمختګ ورکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين پرمختګ پر سيمې او نړۍ مثبت اغېز لري او له وړو او منځنيو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ مرسته کولی شي.

نوموړي زياته کړه، چې سينګاپور تل د چين پرمختګ ته په مثبته نظر کتلی او غواړي د نړيوال پرمختګ له وړانديز څخه ملاتړ او ګډون وکړي.

(مينه)