چين په تيرو لسو مياشتو کې له ۱۰۸۹۸۰۰ ميليونو يوانو زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي
CMG2022/11/18 15:54:08
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۷مې نېټې يو لړ تازه شميرې خپرې کړي، چې له مخې يې چين د روان ۲۰۲۲م کال په لومړيو لسو مياشتو کې ۱۰۸۹مليارډه او ۸۶۰ مليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارولي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

په يادې مودې کې چين کې د کوريا جمهوريت او جرمني پانګونې د پام وړ زياتې شوې دي.

د ياد وزارت شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې په بهرنيو هيوادونو کې د چين مستقیمې پانګونې ۹۴مليارډه او ۳۶۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۳ سلنه زياتوالی ښيي او له دې جملې څخه د بهرنيو هېوادونو په اجارې، سوداګريزو خدماتو، توليدي چارو، عمده خرڅلاو، پرچون او ساختماني چارو کې د چين د پانګونې په اندازې کې زياتوالی راغلی دی.

دغه راز دغه هېواد په همدې موده کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو هيوادونو کې ۱۷ميليارډه او ۲۵۰مپليونه امريکايي ډالره غير پولي پانګونې کړي، چې په بهر کې د چين د پانګونو په عمومي ارزښت کې ۱۸.۳ سلنه نيسي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۷ سلنه زياتوالی ښيي.