د چین دولت رييس شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو په ٢٩مه غير رسمي غونډې کې د ګډون په موخه د تايلنډ پلازمېنې بنکاک ته تللی دی.
له نوموړي سره په دغه سفر کې د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ هم ملتيا کوي. نوموړي د تايلنډ د صدراعظم د دفتر له رئیس انوچا ناکسای سره ليدنه کړې او په ترڅ کې يې ((چين ميډیا ګروپ او د تايلنډ د عامه اړيکو دفتر د رسنيزو همکاريو تفاهم ليک)) لاسليک کړی دی.
شنونکي دا تفاهم ليک د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، د چين ميډیا ګروپ او د تايلنډ د عامه اړيکو دفتر د همکاريو د پياوړتيا لويه لاسته راوړنه بولي.