نړيوال شخصيتونه: چين د نړۍ د ګډ پرمختګ د پياوړتيا ښه نمونه جوړه کړې
CMG2022/11/18 16:01:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شلو لويو صنعتي هېوادونو(جي شل) سر مشريزې ته په وينا کې ويلي، چې بېلابېل هېوادونه دې د نړیوال ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د ډېرو هېوادونو شخصيتونه په دې نظر دي، چې چين د نړیوال پرمختګ د پياوړتيا په برخه کې د یو کمربند او يوې لارې وړانديز په څېر ښه نمونه جوړه کړې ده.

 د جرمني فيدرال د اقتصادي پرمختګ او بهرنۍ سوداګرۍ ټولنې مشر ميشېل شومان ويلي: (( چين په وخت خپل خدمتونه برابر کړي او د اساسي تأسيساتو د جوړونې له لارې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کوي. زما په اند، د چين دا خدمت د يو کمربند او يوې لارې له موخې سره برابری دی. بېلابېل هېوادونه بايد له چين څخه مننه وکړي، چې د نړیوالې ادارې لپاره يې خدمتونه کړي دي.))

د نايجريا د اتوريټي ورځپاڼې (The Authority) عمومي ايډيټر ملاچي اوزندو ويلي: (( چين د لوږې او وچکالۍ پر وړاندې مبارزو  کې برياليتوب تر لاسه کړی  دی. دغه هېواد د نويو تخنيکونو له لارې د کرنې مسئلې حل کوي او دا چارې يې ډېرې مهمې دي،  په تېره بيا د افريقايي هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري. د رئيس شي جين پينګ وينا د افريقايي هېوادونو د مشرانو لپاره هڅوونکې ده.))

د اولمپيک نړيوالې کمیټې رئيس توماس باخ ويلي: (( موږ په دې خبر يو، چې رئيس شي جين پينګ د سپورټ په چارو کې د يووالي او همکارۍ له روحيې څخه کلک ملاتړ کوي، د هغه دا اند ډېر مهم دی، چې سپورټ د خلکو ترمنځ يووالی پياوړی کوي. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د اولمپيک نوی تاريخ جوړ کړی او لومړی ښار دی، چې د اولمپيک دوبنيو لوبو له تر سره کولو وروسته يې ژمنې لوبې هم تر سره شوې.))