شي جين پینګ په دوامداره توګه د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډې کې ګډون وکړ
CMG2022/11/19 15:31:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د ۱۹مې نيټې په سهار په بنکاک کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په  ۲۹ مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړ.

 هغه وويل چې مونږ دې واقعي څو اړخيزم او څو اړخيز سوداګريز نظام وساتو، او وړانديز يې وکړ چې د دې سازمان اقتصادونه دې پر ګټورې او ټولشموله تګلارې ټينګار وکړي، تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ بريالیتوبونه تر لاسه کړي.

 هغه زياته کړې چې چين به په فعاله توګه د غوره توليداتو او خدمتونو صادرات پراخ کړي، تر څو نړۍ ته لازيات بازاري، پرمختيايي او همکاريز فرصتونه ورسوي.

 په همدې ورځ کې په يادې غونډې کې ((د ۲۰۲۲م کال د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو اعلاميه ))او ((د بيولوژیکي دايرې او زرغون اقتصاد په اړه د بنکاک موخه )) دوه سندونه خپاره شوي دي.