د سيربيا صدرعظمه: تمه یم چې د سربيا او چین اړيکې لاټينګې شي
CMG2022/11/19 17:45:03
شريکول:

د سيربيا صدراعظمې انا برنابيک په وروستيو ورځو کې د سي اېم جي له خبريالې سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي چې هغه دې ته تمه ده چې د خپل ماموریت په درېیمې مودې کې د چين او سيربیا ترمنځ همکاريزي اړيکې لاټينګې شي.

 د خبريالې پوښتنه دا وه: سيربيا له چين سره د نژدې اړيکو پر وړاندې له ځينو فشارونو سره مخ دی که نه؟ انا برنابيک دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، دا رښتيا ده، خو انتقادونه رياکارانه دي. په اروپا کې ۹۰ سلنه چيني پانګې په لويديځۍ اروپا کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې اچول شوې او په دې ټولنه کې د سربيا همکارانو د چین د پانګونې لپاره اسانتياوې برابرې کړې چې له دې امله يې ځاني پرمختګ هم موندلی دی. خو ځينو سياسي شخصيتونه وايي چې دا د پرمختګ لپاره ښه لاره چاره نه ده.

انا برنابيک پر دې ټينګار کړې چې چين په ډېر ستونزمن حال کې دغه ټکی ثابت کړی چې دغه هېواد د سيربيا واقعي دوست دی.

 

(غاټول)