هند له روسيې زیات نفت واردوي
CMG2022/11/19 11:29:55
شريکول:

د هند رسنيو خبر ورکړ، چې هند د روسيې د نفتو پر بيې د اوو هېوادونو ډلې د بنديز له امله اندېښمن نه دی او له روسيې څخه د نتفو واردولو ته دوام ورکوي.

د هند د نفتو او طبيعي ګازو وزير هارديپ سينغ پوري د نومبر په ۱۶ مه نېټه وويل، چې هېواد يې د روسيې د نفتو پر بيې د اوو هېوادونو ډلې د بنديز له امله اندېښمن نه دی، ځکه کله چې په بازار کې ستونزې رامنځته شي، بازاري ميکانيزم به ورته غبرګون وښيي او بازار به تنظیم کړي.

هند د نړۍ د نفتو درېیم لوی واردوونکی هېواد دی او پدې وروستيو ورځو کې يې له روسيې  وارد شوي نفت په لويې پيمانې زيات شوي، چې له نورو هېوادونو څخه د هند لخوا د واردو شوو نفتو په عمومي حجم کې ٪ ۲۲ نيسي، له دې وړاندې يې دغه کچه يوازې ٪ ۱ وه.

روسيه د روان کال په اکتوبر کې د هند تر ټولو لوی د نفتو عرضه کوونکی هېواد ګرځېدلی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزير  ویلي، چې هېواد به يې له روسيې زيات نفت وارد کړي او خپلمنځي سوداګريزې اړيکې به پراخې کړي.