اقتصادپوه: په امريکا کې د بانکي سود پر له پسې لوړوالی به پر نړيوال اقتصاد منفي اغېزه وکړي
CMG2022/11/19 11:36:01
شريکول:

د جي شل په سرمشرېزه،چې د نومبر په ۱۶مه پای ته ورسېده، بېلا بېلو خواوو  د پولي تګلارو  په اړه خبرې وکړې او په امريکا کې د بانکي سود د پر له پسې لوړوالي  د منفي اغېزو په اړه یادونه وکړه. اقتصاد پوهانو په اشارې سره  وویل، چې د امريکا د  فدرالي زېرمو سیستم په روان کال کې په پر له پسې ډول سود زيات کړی، چې نړيوال اقتصاد يې زيانمن کړی دی.

د نيوهامپشيري پوهنتون د اقتصادي پوهنې پروفيسر ميچيل ګولډبيرګ وويل، چې په امريکا کې د بانکي سود په لوړېدو سره به د ډالرو راجلبوونکی توان پياوړی شي،  د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې به  پانګه اچوونکي لا زيات  ډالر  وغواړي او شتمنۍ به يې له بېلا بېلو ځايونو څخه امريکا ته ورسېږي، خو دا به د نړۍ پر نورو هېوادونو فشار واچوي، چې دوی به په محدود ډول خپل بانکي سود لوړ کړي. د ډالرو د ارزښت او قرض د زياتېدو له امله به د نورو هېوادونو اقتصاد  له زياتو ننګونو سره مخ وي او د دغو هېوادونو قرض به لا نور دروند وي.