شي جین پینګ د ټایلنډ له صدراعظم پرایوس چان وچا سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/11/19 19:24:57
شريکول:

د چـین دولـت رئـیس شـي جـین پینګ د نـومـبر د ١٩مې پـه غـرمـه د بنکاک پـه صـدراعظمۍ مـاڼۍ کې د ټایلنډ لـه صـدراعـظم پـرایـوس چـان وچـا سـره خـبرې اتـرې وکړې. دواړو خـواوو اعـلان کړی، چې د چـین او ټایلنډ د ګډ بـرخـلیک ھـغه ټولـنه بـه جـوړه کړي، چې نـور ثـابـت، سـمسور او دواملرونکی وي.

شـي جـین پینګ ټایلنډ تـه مـبارکي څرګنده کړه، چې د اسـیا او ارام سـمندر د اقـتصادي ھمکارۍ سـازمـان د غړو د مشـرانـو غیر رسـمي غـونډه مشـري یې وکړه. شـي جـین پینګ پـر دې ټینګار کړی، چې د چـین او ټایلنډ تـر منځ د ھـراړخـیزو ھمکاریـزو دوسـتانـه اړیکو د جـوړٻدو لـه لـسو کلونـو راھـیسې د دواړو ھٻوادونـو عـنعنوي دوسـتۍ ټینګې شـوې او د پـرمختګ نـوي پړاو تـه داخل شوي. چین له ټایلنډ سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري.

دغـه راز شـي جـین پینګ اشـاره وکړه، چې دواړه خـواوې بـایـد د مـتقابـلو مـرکزي ګټو او مـھمو پـامـلرنـو پـه اړه یـو لـه بـل څخه ټینګ مـلاتړ وکړي. دواړه خـواوې دې پـه راتـلونکو پنځو کلونـو کې ((د چیـن او ټایلنډ د ستـراتیـژیکې ھمکارۍ د ګډو فعـالیـتونو پلان)) تطـبیق کړي او په بٻلا بٻلو سـاحـو کې ھمکاریـزې لاسـته راوړنې تـر لاسـه کړي. شـي جـین پینګ وویـل، چې چـین غـواړي لـه ټایلنډ سـره نړیـوالـو چـارو کې ھمکارۍ پـیاوړې کړي او پـه ګډه د نړۍ د دایـمي سـولې او پرمختګ لپاره رغنده ھلې ځلې وکړي.

پـرایـوس چـان وچـا وویـل، چې ټایلنډ غـواړي لـه چـین سـره مشـرتـابـه تګ راتګ پـیاوړی کړي، مـتقابـل بـاور ټینګ کړي، یـو د بـل درنـاوی وکړي، ((د ټایلنډ او چـین د سـتراتـیژیکې ھمکارۍ د ګډو فـعالـیتونـو پـلان)) او د یـو کمربـند او یـوې لارې پـلان عملی کړي. ټایلنډ د شـي جـین پینګ لـخوا د نړیـوال پـرمختګ او امـنیت لـه وړانـدیـز څخه مـلاتړ کوي، پـه سـیمه ایـزو او نړیـوالـو چـارو کې د چــین رول پــلوي کوي او ھٻله لــري، چې د چــین او اســیان د (پنځو کورنــیو) د ابــادۍ ھڅونه وکړي.