شي جين پينګ د چيلي له ولسمشر ګابريل بوريک سره وکتل
CMG2022/11/19 11:30:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ او د چيلي ولسمشر ګابريل بوريک د نومبر د ۱۸ مې نېټې په ماسپښين د تايلنډ په پلازمينه بنکاک کې وکتل.

شي جين پينګ په دې کتنه کې په خپلو خبرو کې وويل، چيلي د جنوبي امريکا لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې، اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د مخ پر ودو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونه ګرځېدلې او دواړه هېوادونه دې خپلمنځي اړيکو ته ډېر ارزښت ورکړي، يو له بل څخه دې ټينګ ملاتړ او يو د بل د پرمختګ لارو ته دې درناوی وکړي.

دغه راز شي جين پینګ زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه باید د ملګرو ملتونو او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان په ګډون په څو اړخيزو ميکانيزمونو کې خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي، د ټول بشريت ګډ ارزښتونه دې خپاره کړي، رښتينی څواړخيزم دې عملي کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي.

ګابريل بوریک وويل، چين د چيلي تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی او چيلي په لاتيني امريکا کې د چين درېیم لوی سوداګريز همکار دی. دواړو هېوادونو د اقتصاد او کلتور په ګډون په ډېرو برخو کې ګډې همکارۍ کړې دي. چيلي د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او غواړي له چين سره اړيکې نورې هم پياوړې کړي.