د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا مرستيالې ولسمشرې سره لنډې خبرې وکړې
CMG2022/11/19 13:46:54
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا مرستيالې ولسمشرې کامالا هاريس د نومبر په ۱۹ مه نېټه د ټايلنډ په پلازمېنې بنکاک کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډه کې سره لنډې خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د اندونيزيا په بالي ټاپو کې مې له ولسمشر جوبايډن سره ستراتېژيکې او رغندې خبرې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پړاو د پرمختګ لپاره لارښوونکی رول لري. شي جين پيګ هيله وښوده، چې دواړه خواوې متقابل تفاهم زیات کړي، ناسم پوهاوی او ناسم قضاومت کم کړي او بېرته سالم او ثابت وضعيت ته خپلمنځي اړيکې وګرځوي او مرستياله ولسمشره کامالا هاريس پدې برخه کې مثبت رول ولوبوي. 

کامالا هاريس وويل، د دواړو هېوادونو مشرانو په برياليتوب سره ملاقات وکړ. امریکا له چين سره تقابل او شخړه نه لټوي او دواړه هېوادونه دې په نړيوالو موضوعاتو کې همکارۍ وکړي او تماس دې جاري وساتي.