د قطر د فوټبال نړيوال جام مقدماتي کمېټې اجرائيه رئيس: قطر دغه جام ته چمتو دی
CMG2022/11/19 11:29:20
شريکول:

د فوټبال د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام به د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه په قطر کې پیل شي او دا به لومړی ځل وي، چې دغه نړيوال جام په منځني ختيځ او عربي هېوادونو کې ترسره کېږي. د قطر د نړيوال جام مقدماتي کمېټې اجرائيه رئيس ناصر الخاطر  سي اېم جي ته وويل، چې قطر دغه نړيوال جام ته چمتو شوی دی.

نوموړي وويل، د فوټبال نړيوال جام لپاره د سياليو او روزنې ټول ميدانونه او عام ترافيکي سيستمونه جوړ او چمتو شوي او يوازې د ځينو پروژو وروستي کارونه روان دي.

قطر د روان نړیوال جام لپاره په تېرو لسو کلونو کې په زېربناوو کې تر ۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو زياتې پانګونې کړې دي. ناصر الخاطر دغه پانګونې او نړیوال جام د قطر د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ  لپاره لوی فرصت بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به يې په ټاکلي وخت د دې نړيوال جام مقدماتي کارونه بشپړ کړي او له دې فرصته په ګټې اخيستنې به پر نفتو او ګازو د خپل اقتصادي پرمختګ تکيه کمه کړي او زيات سيلانيان او پانګونې به راجلب کړي.