شي جين پينګ د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/11/19 14:51:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په  دې پیغام کې وویل، چې چين او د جنوبي اسيا هېوادونه  سیمه ایز او ګاونډي هېوادونه او د پرمختګ همکاران دي او يوه داسې ټولنه هم ده چې برخليک يې يو په بل  پورې تړلی دی. دواړو خواوو په وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکارۍ ژورې کړي، په اقتصادي او تجارتي تګ راتګ کې يې پرمختګ کړی، چې لاسته راوړنو يې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي.

په پیغام کې راغلي، چې چين غواړي د چين او جنوبي اسيا د نندارتون په ډګر کې له بېلا بېلو هېوادونو سره يووالی او همکارۍ نژدې کړي، د پرمختګ ګډې نظريې ولټوي، په پر له پسې ډول د نويو همکاريو ټکي ومومي، د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختګ ګډه هڅونه وکړي، د نړيوال پرمختګ وړانديز د تطبيق لپاره هلې ځلې وکړي او په ګډه د سمسور او ښکلي راتلونکي لپاره لاره هواره کړي  .

د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون په همدې ورځ د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو، چې عنوان یې د ګډو فرصتونو شريکول او د نوي ګډ پرمختګ لټول دي.