شي جين پينګ د نوې پاپواګينه له صدراعظم جامس ماراپي سره وکتل
CMG2022/11/19 11:35:08
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د اتلسمې له غرمې وروسته په بنکاک کې د نوې پاپواګينه له صدراعظم جامس ماراپي سره وکتل.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره ، چې چين د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره دوستانه اړيکې ټينګوي، وویل، چې چین پر مساواتو، متقابل  درناوي، همکاريو او ګډو ګټو، ورخلاصون او شموليت ټينګار کوي، د  هېڅ درېیمې  خوا مقابله نه کوي او له جيوپوليټکې سيالۍ سره علاقه نه لري. چين غواړي، چې د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د نوې پاپواګينه په شمول له هېوادونو سره په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې همغږۍ پياوړې کړي، پر رښتيني څو اړخيزم ټينګار وکړي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتنه وکړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا هڅونه وکړي.

جامس ماراپي وويل، چې نوې پاپواګينه د يو چين پېژندلو پر اصل ټينګار کوي، له چين څخه ملاتړ کوي، چې د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ساتنه کوي، د اقتصاد او تجارت، ښوونې او ځوانانو په شمول چارو کې له چين سره پر همکاريو ټينګار کوي. ماراپي زیاته کړه، چې هېواد يې غواړي د ارام سمندر سيمې او چين تر منځ د اړيکو هڅونه وکړي.