د چين دولت رئيس شي جين پينګ د بنکاک په امپراطورۍ ماڼۍ کې د ټايلنډ له پاچا ماها واجيرالونګکورن او ملکې سوتهيډا سره وکتل.
شي جين پينګ وويل، چې چين غواړي د”شاهي کورنۍ داوطلبان“په شمول د ټايلنډ د شاهي کورنۍ له خيريه پلانونو څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي او د فرهنګ، ښوونې، سيلانۍ په شمول بېلابېلو ساحو کې له ټايلنډ سره اړيکې پياوړې کړي. شي جين پينګ ټايلنډ ته مبارکي ورکړه، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې مشري یې وکړه.
واجيرالونګکورن وويل، چې شي جين پينګ د حکمتولۍ، په تېره بيا د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی. ما څو څو ځلې چين ته سفر کړی او د چين د ښکلو منظرو او پرمختګ په هکله ژورې خاطرې لرم. زه هیله لرم، چې له چين څخه بيا کتنه وکړم.