چين د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ له هغې کړنې سره مخالفت کوي، چې د امريکا، برېتانيا او استراليا په ذروي فعاليتونو کې بوديجه کاروي
CMG2022/11/19 11:36:44
شريکول:

په ويانا کې په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي وانګ چون د نومبر په ۱۸مه د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ په شورا کې وويل، چې چين د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ له هغې کړنې سره مخالفت کوي، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا د ذروي اوبتلونو د همکاريو په شمول ذروي فعاليتونو کې د دغې اېجنسۍ بوديجه کاروي.

وانګ چون وويل، چې د ذروي اوبتلونو په چارو کې د يادو دريواړو هېوادونو همکارۍ د ذروي وسلو د خپرولو کړنې دي او د نړيوالې ټولنې په وړاندې د ذروي وسلو خپرولو لويه ننګونه ده، چې بايد په مناسب ډول دغه مسئله حل شي.

وانګ چون له دغو دريواړو هېوادونو څخه غوښتنه  وکړه، چې له يادې کړنې څخه لاس واخلي او د ذروي وسلو د نه خپرولو نړيوال سيستم ته بير ته  راستانه شي، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ له عمومي مدير څخه يې غوښتنه  وکړه، چې خپلې دندې بشپړې کړي، د دغې اېجنسۍ د اصولو او د غړو هېوادونو د صلاحيت له مخې کار وکړي، د دغې اېجنسۍ ټولو غړو هېوادونو ته يې بلنه  ورکړه، چې يووالی وساتي، په ګډه اغېزمن تدبيرونه ونيسي او ان پي تي(NTP) او د ذروي وسلو د نه خپرولو نړيوال سيستم ساتنه وکړي.