د اسيا او ارام سمندر د دواملرونکي او ټولشموله پرمختګ لپاره د زياتو همکاريو غوښتنه شوې
CMG2022/11/19 11:28:43
شريکول:

د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د صنايعو او سوداګرۍ مشرانو د ۲۰۲۲م کال سرمشريزه د نومبر په ۱۸ مه نېټه د ټايلنډ په پلازمېنه بنکاک کې پای ته ورسېده او ګډونوالو يې له بېلابېلو اقتصادونو وغوښتل، چې په ګډې همکارۍ سره دواملرونکی او ټولشموله پرمختګ رامنځته کړي.

د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د صنايعو او سوداګرۍ د معلوماتو شورا رئيس جيانګی د دغې سرمشريزې د پای مراسمو ته په وينا کې وویل، د کرونا وبا دوام او د عرضې ځنځير پرېکون نړيواله اقتصادي وده له ستونزو سره مخ کړې او د دې غونډې ګډونوال په دې اند دي، چې د سيمې د همکاريو له لارې ستونزې هوارېږي او دواملرونکی او ټولشموله پرمختګ رامنځته کېږي.

د پيرو مرستيالې ولسمشرې بلواټ وويل، په ټولشموله پرمختګ کې درې برخې ( اقتصاد، ټولنه او چاپيريال)  شاملې دي او راتلونکي پرمختګ ته د زیان د نه رسولو په اساس د اوسني پرمختګ تامينول ډېرې پوهې او بصيرت ته اړتيا لري.

د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د اقتصادي همکاريو لپاره ډېر لوی او اغېزمن ميکانيزم دی او د دې سازمان د صنايعو او سوداګرۍ د مشرانو سرمشريزه د دې سازمان د غونډې په موده کې يو مهم فورم دی.