روسيه هيله لري چې امريکا ژر په روسيه کې خپل نوی سفير وټاکي
CMG2022/11/20 12:23:16
شريکول:

په امريکا کې د روسيې لوی سفير اناتولي انتونوف وويل چې د دې هېواد په اند امريکا نيت نه لري چې له روسيې سره اړيکې پرې کړي او هيله يې وښوده چې امريکا ژر تر ژره په دې هېواد کې خپل نوی سفير وټاکي تر څو د دوی د سفارت چارې په هر اړخيزه او عادي توګه روانې شي.

د روسيې د ساټکوم خبري اژانس د نومبر په ۱۹مه نېټه د انتونوف له قوله خبر ورکړی چې روسيه په دې نظر ده چې له امريکا سره د ډيپلوماتيکو اړيکو پرې کول لازم نه دي. د ده په اند که دوه اړخيزې اړيکې پرې شي، دا به يوه غلطه پرېکړه وي او امريکا دا نيت هم نه لري.

په روسيې کې د امريکا پخواني لوی سفير جون سليون د سپتمبر په مياشت کې د ماموريت موده پای ته ورسوله او له مسکو څخه وخوځيد.