د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړيوال جام د دوحې په وخت د نومبر د ۲۰ مې نېټې په مازيګر په قطر کې رسماً پېلېږي او لومړۍ سيالي يې د قطر او اکوادور ټيمونه کوي.
د معلوماتو له مخې د نړیوال جام د پرانيستنې مراسم به د ۳۰ دقيقو لپاره دوام ولري، د قطر هنرمندان به پکې هنري ننداره وړاندې کړي د نړۍ د پنځو لويو وچو مشهور سندرغاړي به هم پکې د دې نړیوال جام ځانګړې سندرې ووايي. د مراسمو مسئول بلچيک وايي، دغه مراسم به بې ساري او د اولمپيک لوبو د پرانيستنې تر مراسمو به په زړه پورې وي.