د بنګلادېش په پلازمېنه ډاکا کې د «د چين نوی مزل» فلم نندارې ته وړاندې شو
CMG2022/11/20 13:57:57
شريکول:

د نومبر د ۱۸ مې نېټې په مازديګر د بنګلادېش په پلازمېنه ډاکا کې د چین سفارت په بلنې په رینیسانس هوټل کې د يو شمېر خبري رسنیو مسوولین، د چين مېډيا ګروپ استازي راټول او د « د چين نوی مزل » فلم ننداره يې وکړه.

د دې فلم پرانیستنې په مراسمو کې په بنګلادېش کې د چين لوی سفير لي جي پینګ ګډون او وينا وکړه.

په یادو مراسمو کې د بنګلادېش د دولتي خبري اژانس بي اېس اېس (Bangladesh Sangbad Sangsth)، شخصي خبري اژانس يو اېن بي (United News of Bangladesh) او نورو ځايي تلويزيونونو، ورځپاڼو او ويبپاڼو په ګډون د څه باندې ۳۰ رسنيو مسوولينو هم ګډون وکړ او په ګډه یې « د چين نوی مزل » فلم ننداره وکړه او هغه يې وستایه.

« د چين نوی مزل » فلم د چين مېډيا ګروپ او د ۸ نورو هېوادونو د تلويزيونونو لخوا په مشترک ډول جوړ شوی او کتونکو ته د رښتينو کيسو په ويلو سره د چين د پرمختګ راز او د عصري کېدو لپاره د چينايانو د هڅو په اړه معلومات ورکوي، څو کتونکي د نړۍ لپاره د چين د واکمن کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته د دغه هېواد د نوي مزل پر اهميت ښه پوه شي.

« د چين نوی مزل » فلم تراوسه د کمبوډيا، لاوس، نايجريا په دولتي تلويزیونونو، د ټايلنډ په نېشن تلويزیون، د هند په نيوز ۷ تلويزيون، د پاکستان په جي اېن اېن تلويزيون، د سريلانکا په ای ټي اېن دولتي تلويزیون او د ترکيې په اېن ټي وي تلويزيون کې خپور شوی دی.