په چین کې د ماشومانو د ساتنې د پرمختګ لومړی ابي کتاب خپور شو
CMG2022/11/20 12:30:16
شريکول:

د چين د ماشومانو د خېر او پالنې مرکز د نومبر په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې د دغه هېواد د ماشومانو د ساتنې پرمختګ د (۲۰۲۲) راپور ابي کتاب خپور کړ. دغه ابي کتاب په چين کې د ماشومانو د ساتلو چارو د پرمختګ په اړه د سيستماتيکې څېړنې  لومړی ابي کتاب دی او خپرېدل يې د دې برخې تشه ډکه کړې ده.

دغه کتاب ټولټال ۴۳۰ زره کلمې لري، متن يې پر درېيو برخو ويشل شوی او په چين کې د کمونېست ګوند په مشرۍ د ماشومانو د ساتلو چارو د سل کلن مزل په اړه هراړخيز معلومات پکې لیکل شوي، همدارنګه د ماشومانو د حقونو، د روزلو کيفيت، ټولنيز کلتور، بازاري ميکانيزم او اړوندو قوانينو په شمول بېلابېلو برخو کې رامنځته شوې ننګونې او  حل لارې او لرليد يې پکې تحليل شوی دی.