د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تايلنډ څخه تر لیدنې وروسته بېجينګ ته راستون شو
د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د نومبر د ۱۹مې نيټې په مازديګر د جي شل د مشرانو په ۱۷مې سرمشريزې او د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۹ مه غير رسمي غونډه کې تر ګډون او له تايلنډ څخه تر ليدنې وروسته خپل هېواد ته راستون شو.
د ده مېرمن پنګ لي يوان، د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د دفتر رئيس دينګ شوی شيانګ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سياسي بيورو غړي او د دولتي شورا غړي وانګ يي،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بیورو غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال رئيس هه لي فنګ د رئیس شي جين پینګ په ملګرتيا په ځانګړې الوتکې کې بېجينګ ته ورسيدل.
په همدې ورځ د تايلنډ صدراعظم پرانيوس چاناو، مېرمن يې او د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير په شمول د دغه هېواد يو شمېر لوړ پوړي چارواکي د چين د دولت له شي جين پينګ او د هغه مل پلاوي سره د خدای پامانۍ په موخه هوايي ميدان ته ورغلي وو.
(غاټول)